د سوریې په شمال کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

په سوریه کې د پي کاکا ۱۳ تنه ترهګر ووژل شول

1779556
د سوریې په شمال کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

 د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې  په شمال کې ۱۳ تنه ترهګر چې په ترکي ځواکونو او ملکي  وګړو بریدونو ته چمتوالی نیولی وو له منځه یوړل.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د فرات ډال او زیتون څانګې د عملیاتو په سیمو  کې د پي کاکا ترهګري سازمان  ۱۳ تنه ترهګر چې په ترکي ځواکونو او ملکي وګړو د خونړیو بریدونو لپاره چمتوالی نیولی وو له منځه یوړل.

نوموړي ترهګر د ځانګړو او بریالیو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل شول.

د ترکیې وسله وال پوځ هیڅډول برید بې ځوابه نه پریږدي.



اړوند خبرونه