ولسمشر اردوغان : انشاالله چې هیواد به د نړۍ په لسو پرمختللو اقتصادونو کې داخل کړو

د ترکیې ولسمشر جب طیب اردوغان وویل ملت د سوکالۍ او رفاه هغه کچې ته چې دوی يي مستحق دي‌  د رسولو په خاطر به څه چې لازم وي‌ هغه به ترسره کړو.

1773977

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په زونګولداک ولایت کې  په ټولیزه توګه د ګنشمیر بڼسټونو د پرانیستو په مراسمو کې چې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو وکړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل ، که چیرې په  ترکیه کې د دیموکراسۍ او ترقۍ په برخه کې مبارزې ته وکتل شي‌ ، پدې برخو کې د اصلاحاتو لویه برخه په تیرو ۲۰ کلونو کې ترسره شوي‌ دي.

هغه وویل چې ترکیې ته مو په هره برخه کې لازم خدمات ترسره کړي‌ دي‌ او هیواد د نړۍ په لسو ستر اقتصادي‌ قدرتونو کې د داخلولو په خاطر چارې پيل کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې د نوي‌ ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پدې دوران کې ډیری هیوادونو اقتصادونه کوچني‌ شو او د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شول برعکس ترکیې خپلو تولیداتو او صادراتو کچه لوړه کړې ده . پدې برخه زمونږ د تمرکز اصلي‌‌ لامل دا بحران په فرصت بدلول دي.

ولسمشر جب طیب اردوغان وویل ملت د سوکالۍ او رفاه هغه کچې ته چې دوی يي مستحق دي‌  د رسولو په خاطر به څه چې لازم وي‌ هغه به ترسره کړو.

اړوند خبرونه