اردوغان : ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان بحران د حل په خاطر منځګړتوب ته چمتو دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت نه قوي ملاتړ ته دوام ورکوي.

1773183
اردوغان : ترکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان بحران د حل په خاطر منځګړتوب ته چمتو دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت نه قوي ملاتړ ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان  د اوکراین په پلازمینه کیف کې د نوموړي‌ هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ سره د دوه په دوه اوږدې لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر خبري‌ غونډې ته وویل چې ترکیه د مسکو او کیف ترمنځه منګړتوب ته چمتو ده او پدې برخه کې د هر ډول مسئولیت په غاړه اخیستو ته اماده ده.

د ویلو ده چې  ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلانسکي‌ سره د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه ډیر مهم د همکارۍ او ازادۍ سوداګرۍ تړون لاسلیک شول.

ولسمشر اردوغان د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې هم ګډون وکړ. د اوکراین ولسمشر زیلانسکي‌ د ترکیې او اوکراین ترمنځه د ازادۍ سوداګرۍ د تړون نه د یو تاریخي‌ پرمختګ په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې  د دوو کلونو وروسته د ترکېې او اوکراین ترمنځه په عالي‌ کچه  د ستراتیژیک شورا غونډه ترسره شوه چې . همداشان دا غونډه د ترکیې او اوکراین ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو  د ۳۰ کلیزې په ورځ جوړیدل یو ډیر ښه تصادف وو او د غونډې اهمیت يي نور هم ډیر کړی وو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په یو ډیر حساس وخت کې اوکراین ته سفر کړی دی. لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي‌ وو ترکیه د کریمیا په ګډون د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت نه قوي‌ ملاتړ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اوکراین د ولسمشر ښاغلي‌ زیلانسکي‌ سره په لیدنه کې دده او ددې هیواد د نورو چارواکیو د معتدلو پيغامونو او مذاکراتو او خبرو اترو ته پوره چمتوالي په واقعیت سره چې مونږ ډیر خوښ کړي‌ یو. ددوې دا دریځ د قدر وړ دی.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ترکیه په توره بحیره کې د خپلو دوو ګاونډیو او دوست  هیوادونو روسیې او اوکراین ترمنځه  د موجودې ستونزې د حل په موخه هر ډول منځګړتوب ته چمتو دی. نن مو په لیدنه کې یو ځل بیا اوکراین ته وویل چې د مشرانو په کچه د یوې غونډې کوربه توب او تخنیکي‌ مذاکراتو کوربه توب ته چمتو یو.

ترکیه ددې ستونزې د تیلو د شیندولو پر ځای څه ډول کولای شو چې دا ستونزه حل  کړو په په مسئلې تمرکز کوي.

همداشان د دونباس اختلافاتو د کنټرول په خاطر د اورپا د امنیت او همکارۍ تشکیلاتو ماموریت ته ځانګړی اهمیت ورکوو.

ددې په هیله چې دا بحران اوکراین مځکنۍ بشپړتیا او ملي‌ حاکمیت په نظر کې نیولو سره د نړۍوالو حقوقو او مینسک تړون په چوکاټ کې په سوله ایزه توګه حل کړی شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې مو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.

د ترکیې او اوکراین ترمنځه تیر کال تجاري‌ حجم ۶۰ سلنه ودې سره ۷ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي‌ دي‌ او دا رقم لس میلیارده ډالرو ته د رسولو په خاطر مو په  اوچتیدونګو ګامونو خبرې وکړې.

د ترکیې او اوکراین ترمنځه ازادې سوداګرۍ په برخه کې تړون لاسلیک شو. ددې تړون سره به تجاري‌ حجم په ډیره چټکه توګه لوړ شي‌ او خپل ته به ورسیږي.

د اوکراین ولسمشر زیلانسکي‌ د اوکراین نه د قوي‌ ملاتړ له امله د ولسمشر اردوغان او ترکیې نه مننه وکړه.

هغه وویل چې نن مو د لاسلیک کړو تړونونو په چوکاټ کې به په اوکراین کې د بایکار ډرون الوتکو د تولیداتو کچه لوړه شي. همداشان د ترکیې نه د روسیې او اوکراین ترمنځه د منځګړتوب په اړه د هلو ځلو او مهم رول نه هم ډیره مننه کوو.



اړوند خبرونه