د ترکیې نفوس اعلان شو.

په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې نفوس د ۲۰۲۰ کال  په پرتله یو میلیون ۶۵ زره او ۹۱۱ تنه ډیر شوی دی.

1773381
د ترکیې نفوس اعلان شو.

په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې نفوس د ۲۰۲۰ کال  په پرتله یو میلیون ۶۵ زره او ۹۱۱ تنه ډیر شوی دی.

د ترکیې د احصایې ادارې د ثبت احوال نفوس د سیستم  له مخې د هیواد نفوس اعلان کړ.

د ترکیې د احصایې ادارې د شمیرو له مخې د ترکیې نفوس د ۲۰۲۱ کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې ۸۴ میلیونه ۶۸۰ زره او ۲۷۳ تنو ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې  دا نفوس په ترکیه کې د ادرس د سیستم له مخې شمیرل شوی دی. په ترکیه کې میشت نفوس د ۲۰۲۱ کال د دسمبر تر ۳۱ مه نیټې د ۲۰۲۰ کال په پرتله یو میلیون ۶۵ زره او ۹۱۱ تنو په ډیریدو سره ۸۴ میلیونه ۶۸۰ زره او ۲۷۳ تنو ته لوړ شوی دی.

په ترکیه کې د نارینو نفوس ۴۲ میلیونه ۴۲۸ زره او ۱۰۱ تنه او د ښځو نفوس بیا ۴۲ میلیونه ۲۵۲ زره او ۱۷۲ تنه ښودل شوی دی. د ترکیې د نفوس ۵۰ عشاریه ۱ سلنه نارینه او ۴۹ عشاریه ۹ سلنه ښځې دي.

همداشان په ترکیه کې په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله  د میشتو بهرنیو وګړو شمیره ۴۵۸ زره او ۶۲۶ تنو په ډیریدو سره یو میلیون ۷۹۲ زره او ۳۶ تنو ته لوړه شوې ده . د میشتو بهرنیانو د نفوس ۵۰ عشاریه ۳ سلنه نارینه او ۴۹ عشاریه ۷ سلنه يي ښځې دي.

د ترکیې د احصایې ادارې ویلي دي‌ چې په هیواد کې د کلني‌  نفوس زیاتوالی  کچه په زرو کې  ۱۲ عشاریه ۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۰ کال کې دا رقم په زرو کې ۵ عشاریه ۵ سلنه وو.

همداشان په ترکیه کې په ښارونو او ولسوالیو په مرکزونو کې نفوس صفر عشاریه ۲ سلنه لوړ شوی دی. پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې په ښارونو او ولسوالیو په مرکزونو کې دا رقم ۹۳ سلنه وو.

په ترکیه کې په علاقه داریو او کلیو کې د نفوس ۷ سلنې نه ۶ عشاریه ۸ سلنې ته راټیټ شوی دی.

د ترکیې د لویو ښارونو نفوس په لاندې ډول دی.

د ترکیې تر ټولو د لوی ښار استانبول نفوس په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۳۷۸ زره او ۴۴۸ تنو په ډیریدو سره ۱۵ میلیونه ۸۴۰ زره او ۹۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د ترکیې د ټول نفوس ۱۸ عشاریه ۷۱ سلنه په استانبول کې ژوند کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د پلازمینې انقرې نفوس ۵ میلیونه ۷۴۷ زره او ۳۲۵ تنو ته ، د ایزمیر نفوس ۴ میلیونه ۴۲۵ زره او ۷۸۹ تنو ته ، د بورسا ولایت نفوس ۳ میلیونه ۱۴۷ زره او ۸۱۸ تنو ته او د انتالیا ولایت نفوس بیا ۲ میلیونه ۶۱۹ زره او ۸۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.

په ترکیه کې د ترټولو د کم نفوس خاوند ولایت تونجعلي‌ دي.

 د تونجعلي‌ ولایت نفوس ۸۳ زره ۶۴۵ تنه اعلان شوی دی.


پيوندونه: #نفوس , #ترکیه

اړوند خبرونه