د یونان په پوله کې د ۴ تنو نورو کډوالو مړي چې د یخ له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو وموندل شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې د ۴ تنو نورو کډوالو مړي  چې د یخ وهلو له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو وموندل شول.

1772784
د یونان په پوله کې د ۴ تنو نورو کډوالو مړي چې د یخ له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو وموندل شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې د ۴ تنو نورو کډوالو مړي  چې د یخ وهلو له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو وموندل شول.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د یونان سره په پوله کې د ترکیې د ایدرنې ولایت د اسپالا په ولسوالۍ کې د ۱۲ تنو کډوالو مړي  چې د یوناني ځواکونو لخوا ترینه بوټان او جامې اخیستل شوې وې او په زور ترکیې لورې ته رااړول شوي وو موندل شوي وو.

د نوموړو کدوالو نه یو تن چې ژغورل شوی وو ځان امنیتي پوستې ته رسولی وو او د مرستې غوښتنه يي کړې وه. ژغورل شوی کس هم د یخ وهلو له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ وو سمدلاسه په روغتون کې بستر شو.

همداشان په امنیتي ځواکونو په سیمه کې پلټنې پیل کړې چې د ۱۲ تنو کډوالو مړي موندلي وو. د ژغورل شوي کډوال په وینا یوناني ځواکونو  ۲۲ تنه کډوال په زور سره د ترکیې لورې ته رااړولي وو. یوناني ځواکونو ترینه بوټان او جامې اخیستې وې او لوڅې خپې او یواځې زیرپوشي کې پریښي وو. امنیتي ځواکونو د پلټنو په ترڅ کې نن د ۴ تنو نورو کډوالو مړي هم وموندل چې د یخ له امله يي ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د پاتې کډوالو د موندولو په خاطر پلټنې دوام لري.  پدې ډول د یخ له امله د ژوند د لاسه ورکوونکو کډوالو شمیره ۱۶ تنو ته لوړه شوه.


پيوندونه: #کډوال , #ترکیه , #یونان

اړوند خبرونه