د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د غرمې نه مخکې اوکراین ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان اوکراین ته لاړ

1772836
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د غرمې نه مخکې اوکراین ته سفر وکړ.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د غرمې نه مخکې اوکراین ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان اوکراین ته د حرکت نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې د تورې بحیرې د یو هیواد په توګه په سیمه کې سولې او استقرار  د ټینګښت په خاطر ټولو خواوو ته د اعتدال نه د کار اخیستو او مذاکراتو ته بلنه  ورکوو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه روان کړکیچ د نږدې نه تعقیبو.

لکه څرنګه چې مو مخکې هم ویلي دي غواړم یو ځل بیا ووایم چې ترکیې د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت نه پوره ملاتړ کوي.

د تورې بحیرې د سیمې د یو هیواد په توګه په سیمه کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر په ټولو خواوو د اعتدال نه د  کار اخیستو او مذاکراتو ته بلنه ورکوو.

ولسمشر اردوغان تیره ورځ د یونان لخوا ترکیې ته لورې ته په زور سره د راشړل شوو کډوالو چې ۱۲ تنو يي د یخ له امله ژوند  لاسه ورکړی وو په اړه وویل ، د هر څه نه مخکې دا باید ووایو چې په لوی لاس دا کسان په مرګ محکومول او د یخ له امله د ۱۲ تنو ژوند  لاسه ورکول کومه ساده خبره ده. دا داسې پیښه نده چې په اسانه هضم شي.

ولسمشر اردوغان د اسرائیل سره د اړیکو د نورمالولو په اړه روان بهیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مارچ په میاشت کې به د اسرائیل ولسمشر ترکیې ته راشي . دا به د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې نوی باب پرانیزي.

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د ترهګرۍ په تور بندي عثمان قاوالا په اړه د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پریکړې په اړه وویل ، دا چې د اروپا د بشري حقونو محکمې څه ویلي دي، اروپا شورا څه ویلي دي دا زمونږ پورې ربط نلري. زمونږ لپاره مهم زمونږ د خپلو قضايي ارګانونو پریکړې دي.

ولسمشر اردوغان به اوکراین ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره لیدنه وکړي . همداشان د ترکیې او اوکراین ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیک شورا په غونده کې هم ګډون وکړي.

تمه کیږي چې ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د تجاري حجم د لا لوړولو او ازادې سوداګرۍ تړونونه هم لاسلیک شي.

د ولسمشر اردوغان او زیلانسکي د لیدنې اصلي موضوع د اوکراین او روسیې ترمنځه روان کړکیچ دی. ددې کړکیچ د کچې د راټیټولو په حل لارو به سره خبرې وکړي.



اړوند خبرونه