د یونان سره په پوله کې د ۱۲ تنو کډوالو چې د یخ له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو مړي وموندل شول
د کډوالو سره د یوناني ځواکونو ضد انساني او ضد اخلاقي کړنې
د یونان سره په پوله کې د ۱۲ تنو کډوالو چې د یوناني ځواکونو لخوا ترینه بوټان او جامې اخیستل شوي او پدې سړې هوا کې په زور سره ترکیې لورې ته رااړول شوي وو او د سړې هوا له امله يي ژوند د لاسه ورکړی دی مړي وموندل شول.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویل وویل چې د ترکیې د ایدرنې ولایت د اسپالا په ولسوالۍ کې د یونان سره په پوله کې د ۱۲ تنو کډوالو چې د یخ وهلو له امله يي ژوند د لاسه ورکړی مړي وموندل شول.
هغه وویل چې د یوناني ځواکونو لخوا ۲۲ تنه کډوال چې بوټان او جامې ترینه اخیستې وې او په زور سره يي ترکیې لورې ته رااړولي وو ۱۲ تنو د ډیرې سختې سړې هوا له امله ژوند لاسه ورکړی دی.
هغه د یونان او اروپايي ټولنې پر خلاف په غبرګون کې وویل " اروپايي ټولنه چې ټوله ورځ د بشري حقونو سورې او نارې وهي اصلي څیره داده. دوی د انسانیت او بشریت د ارزښتونو نه محروم دي. همداشان د یونان پوله ساتي ځواکونه بیا بې ګناه او مظلوم کډوالو ته وحشیان او د فتو او نورو ترهګرو سازمانونو غړیو پر وړاندې د شفقت او ترحم نه کار اخلي. دا ستر وحشت دی.
ویل کیږي په سیمه کې یو تن کډوال چې یخ وهلی وو او ځان يي کلي ته رسولی وو د مرستې غوښته کړې وه. ژغورل شوی کډوال سمدلاسه روغتون کې بستر او سیمې ته امنیتي ځواکونه واستول شول.
امنیتي ځواکونو په سیمه کې د نورو کډوالو د موندولو په خاطر د پلټنې په عملیاتو پیل کړی دی.
همداشان د دې پیښې په اړه د عدلي ارګانونو لخوا تحقیقات پیل شوي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.