پوتین د ولسمشر اردوغان د منځګړتوب وړاندیز قبول کړ او ترکیې ته راځي

روسیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا   د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان بحران  د حل په خاطر د منځګړتوب د وړاندیز په اړه مهم څرګندونې وکړې.

1769400
پوتین د ولسمشر اردوغان د منځګړتوب وړاندیز قبول کړ او ترکیې ته راځي

روسیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا   د اوکراین او روسیې ترمنځه د روان بحران  د حل په خاطر د منځګړتوب د وړاندیز په اړه مهم څرګندونې وکړې.

کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د منځکړتوب وړاندیز قبول کړ او ترکیې ته سفر کوي.

کرملین ماڼۍ د سفر تاریخ اعلان نکړ او وویل چې  دا سفر به د ولسمشر پوتین د پرورګرام او کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په نظر کې نیولو سره په مناسب وخت کې ترسره شي.

د بله پلوه د روسیې او واشنګټن ترمنځه د روانو مذاکراتو لیکونو د ډیپلوماسۍ په اړه مهم پرمختګ رامنځته شو.

د روسیې خبري اژانس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف له قوله لیکلي دي چې  روسیې د واشنګټن نه ترلاسه کړی  ځواب اساسي او مهمه برخه  قناعت بخشه او مثبت ندی خو مذاکرات به دوام وکړي.

هغه وویل چې د ځواب دویمه برخه کې د مذاکراتو په دوام ټینګار شوی دی چې  دا خبره امیده بخشه ده. هغه وویل چې د راتلوونکي ګام تصمیم پخپله ولسمشر پوتین نیسي.

همداشان هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن سره راتلوونکې لیدنه څه وخت ده؟ وویل ، پدې اړه کوم تفاهم ندی شوی.

د یادولو وړ ده  چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې د روان بحران د حل په خاطر د یوې مناسبې لارې د موندولو لپاره دواړو هیوادونو ته د منځګړتوب وړاندیز وکړ. اوکراین وار د مخه د ولسمشر اردوغان وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی وو او روسیې هم مثبت ځواب ووایه.



اړوند خبرونه