په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۲۱۸۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۲۴ زره او ۱۶۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۸۲۱۸۰ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۳۲۲۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۴۱ میلیونه ۴۱۶ زره او ۹۵۷ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۳۸۳ زره او ۶۴۲ تنو ته د کرونا ویروس لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۳۳۵ زره او ۶۷۷ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۴ میلیونه ۶۷۷ زره او ۶۳ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.