ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د لمنځه وړو ترهګرو شمیره اعلان کړه

د ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري  په شلمه نیټه د پيل کړو زیتون څانګې پوځي عملیاتو نه راپدیخوا د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه.

1765794

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان به خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې وسله وال پوځ د هیواد سویلي پولو نه پورې غاړې ته د جوړیدونکې ترهګریز دهلیز د لمنځه وړو په موخه د پي کاکا، وای پي جي ، پي وای ډي او داعش په څیر  د ترهګرو سازمانونو پر خلاف  د پیل کړو زیتون څانګې پوځي عملیاتو په نتیجه کې د لومړۍ ورځې نه تر ننه پورې جمعآ ۶۳۷۰ تنه ترهګر له منځه وړي  او د سیمې خلک يي ددوې د ظلم نه ژغورلي دي.

د ترکیې وسله وال پوځ د نړۍوالو حقوقو پر بڼسټ د خپل مشروع مدافع حق په چوکاټ کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۲۰ مه نيټه پیل کړو عملیاتو په نتیجه کې ۶۳۷۰ تنه ترهګر له خپو غورځولي او ۱۸۵۹ کیلومتره سیمه يي د ترهګرو نه تصفیه کړې او د امن په سیمې بدله کړې ده .

همداشان سیمې د ترهګرو نه د تصفیه کیدو نه وروسته پدې سیمه کې په هراړخیزه توګه د ماینونو د پلټنې عملیات پیل شول چې پدې ډول د سیمې خلک د هر ډول ګواښونو نه وژغورل شول.

همداشان په سیمه کې د بیارغونې په برخه کې هم ډیر مهم ګامونه اوچت کړي  دي.

پيوندونه: #عملیات , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه