ولسمشر اردوغان : د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل احتمال د حقیقت نه لرې بولم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې لخوا  د اوکراین د اشغالولو په اړه احتمال د حقیقت نه بهر بولم.

1764558
ولسمشر اردوغان : د روسیې لخوا  پر اوکراین د یرغل احتمال د حقیقت نه لرې بولم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د روسیې لخوا  د اوکراین د اشغالولو په اړه احتمال د حقیقت نه بهر بولم.

ولسمشر اردوغان په البانیا کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو د پایته رسولو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځه روان کړکیچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او ددې هیواد د اشغالولو احتمال د حقیقت نه لرې ګورم. اوکراین کومه کوم عادي  او ضعفیه هیواد ندی. یو ډیر پیاوړی هیواد دی.

روسیه د اوکراین د اشغالولو پر لورې د ګام د اوچتولو نه مخکې لومړی باید د ټولې نړۍ وضعیت او وروسته خپل وضعیت په ډیره ښه توګه وسنجوي. هر څه باید ډیره په ښه توګه له نظر نه تیر کړي."

ولسمشر اردوغان وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف سره چې اوکراین ته سفر کړی دی ټیلیفوني خبرې وکړي. همداشان د روسیې د ولسمشر ښاغلي پوتین سره هم پدې مسئلې باید خبرې وشي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې " ځکه چې دا سیمې نور جنګ جګړه منلی نشي. دا سمه خبره هم نده. ددې وخت رارسیدلی دی چې د جګړې نوم د سیاست د تاریخ نه پاک کړو. پداسې یوې مفکورې چې د یو چا هیواد او خاوره اشغال کړم  او ونیسم  مونږ کوم ځای ته رسیدلی نشو. د بیلګې په توګه د روسیې لخوا د اوکراین د کریمیا د سیمې د اشغالولو سره نن ورځ هم مونږ سخت مخالفت کوو. خپل دا مخالفت مو د ښاغلي  پوتین سره په هره غونډه او ناسته کې بیان کړی دی. ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم په هره غونډه کې دا خبره رایادوي. ددې مسئلې په اړه زمونږ دریځ او سیاست معلوم ندی."

ولسمشر اردوغان د امریکا لخوا په ختیځه مدیترانه کې د یونان ، اسرائیل او سویلي قبرس په ګډون د ایست میډ د ګازو د نللکې د پروژې نه د ملاتړ نه د لاس په سر کیدو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل " دې پروژې په اصل کې عملي جنبه نه درلوده. کله چې امریکا ددې پروژې د لښګت په اړه سم حساب کتاب وکړ پدې پوه شو چې دا پروژه مثبته او ګټوره پروژه نده چې د همدې امله يي ترینه لاس واخیست."

ولسمشر اردوغان وویل غواړم یو ځل بیا وویل چې د ترکیې پرته هره پروژه په ناکامۍ محکومه ده.

هو که چیرې څوک غواړي چې د ختیځې سیمې ګاز اروپا بازارونو ته انتقال کړي  د ترکیې نه پرته بله لاره ناممکنه ښکاري. خامخا باید د ترکیې له لارې انتقال کړي.



اړوند خبرونه