د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې البانیا ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان البانیا ته لاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې البانیا ته سفر وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د البانیا د لومړي وزیر ایدي راما په رسمي بلنه د رسمي لیدونو کتنو په موخه نن دوشنبه د جنوري ۱۷ مه نیټه د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو دې هیواد ته سفر وکړ.
ولسمشر اردوغان به د البانیايي مقاماتو سره په لیدنه کې د ترکیې او البانیا ترمنځه د اړیکو په ټولو ابعادو به بیا کتنه وکړي او همکاریو د لا ودې او پراختیا په خاطر به د اوچتیدونکو ګامونو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړي.
ولسمشر اردوغان به د خپل دې سفر په ترڅ کې په البانیا کې د ۲۰۱۹ کال د زلزلې نه وروسته د ترکیې لخوا جوړ شوي کورونه په زلزله ځپو د ویشلو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان به د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا لخوا له سره د رغول شوي عثماني جومات د پرانیستو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان به د البانیا ملي شورا ته وینا هم وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.