په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۱۰۰ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1763409
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۶۴ زره او ۴۲۶  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۴۱۰۰ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۸۹۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۹ میلیونه ۲۳۰ زره او ۱۸۸  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۲۵۳ زره او ۲۶۳ تنو ته د کرونا ویروس  لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۱۲۶ زره او ۲ تنو ته  لومړی او دویم ډوز او ۲۳ میلیونه ۳۷۴ زره او ۳۴۹ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.



اړوند خبرونه