په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۳  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۱۷۲۷ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1759685
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۳  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۳  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۸۴ زره او ۴۹  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۱۷۲۷ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۱۶۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۶ میلیونه ۲۸۱ زره او ۴۰  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۱۰۱ زره او ۲۹۳ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۸۹۳ زره او ۷۷۱ تنو لومړی او دویم ډوز او ۲۱ میلیونه ۶۱۴ زره او ۳۱۱ تنه لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.



اړوند خبرونه