ترکیې کوماندو ځواکونو د سوریې په شمال کې ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۸ تنه ترهګر چې په سیمه يي بریدونه کړي وو له منځه یوړل .

1758775
ترکیې کوماندو ځواکونو د سوریې په شمال کې ۸ تنه ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۸ تنه ترهګر چې په سیمه يي بریدونه کړي وو له منځه یوړل .

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان د سوریې د پوځي څانګې پي وای جي ۸ تنه ترهګر چې په سیمه يي بریدونه کړي وو له منځه یوړل.

دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې اتلو کوماندو ځواکونو د سوریې په شمال کې ترهګرو ته یو بل سخت ګوزار ورکړ. د ترکیې اتلو کوماندو ځواکونو د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۸ تنه ترهګر چې په سیمې بریدونه کړي وو د ځوابي بریدونو په نتیجه کې له منځه یوړل.


پيوندونه: #عملیات , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه