ترکیې خپل لومړنی ځايي او ملي برښنايي موټر په امریکا کې نندارې ته وړاندې کړ
د ترکیې لومړنی ځايي او ملي برښنايي موټر توګ د امریکا د لاس ویګاس په ښار کې د ټکنالوژۍ او الکټرونیک تر ټولو ستر نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو
د ترکیې د ټکنالوژۍ نړۍوال برانډ ( TOGG ) توګ د نړۍ تر ټولو ستر د ټکنالوژۍ او الکټرونیک نندارتون (CES ) کې په ۲۰۲۲ کال کې خپل نوښتونه او پرنسیبونه نړۍوالو سره شریک کړل.
دا نندارتون چې د امریکا د لاس ویګاس په ښار کې جوړ شوی دی درې ورځې به دوام وکړي. د ترکیې د ټکنالوژۍ نړۍوال برانډ توګ شرکت چې پدې نندارتون کې د خپل نوي نسل او لید د موټر سره ګډون کړی دی د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د خپلو نوښتونو او پرنیسبونو په اړه نړۍوالو ته معلومات ورکړل.
همداشان د خپل نوي نسل او لید موټر په اړه يي هم معلومات ورکړل.
د توګ د شرکت رئیس ګرجان قره قاش دې خبرې غونډې ته وویل چې " د توګ شرکت د کلاسیک یا نورمال موټرو تولیدونکی شرکت ندی. مونږ خپل ځان د ټکنالوژۍ د شرکت په توګه یادوو. مونږ د ټکنالوژۍ او نوښتونو شرکت یو. د همدې امله مو په ټکنالوژۍ کې د وروستیو نوښتونو او پرنسیبونو پدې نندارتون کې ګډون کړی دی.
توګ د متحرکې ټکنالوژۍ یو داسې شرکت دی چې د لویديځ او ختیځ ، عقل او احساس سره یو ځای شوي په یوې جغرافیه کې جوړ شوی دی. لکه څرنګه چې پوهیږۍ د موټرو په ډیرۍ چټکۍ سره د متحرک ایکو سیستم باندې د بدلیدو په حال کې دی او د نوې نړۍ مصرف کوونکو ته مونږ نوي نوښتونه او حل لارې وړاندې کوو."
د ویلو ده چې ټوګ د ترکیې لومړنی ملي او ځايي برښنايي موټر دی چې په نږدې راتلوونکې کې به بازار ته عرضه شي.