په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۰  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۴۸۶۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1756510
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۰  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۰  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۶۸ زره او ۹۱۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۴۴۸۶۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۴۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۲ میلیونه ۸۹۷ زره او ۷۱۴  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۶ میلیونه ۹۶۰ زره او ۳۳۴ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۶۷۷ زره او ۳۲۰ تنو لومړی او دویم ډوز او ۱۹ میلیونه ۶۸۵ زره او ۷۰۰ تنه لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.



اړوند خبرونه