د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلوونکې میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ښه نیت ښودولو په خاطر سعودی عربستان ته سفر کوي

1756657
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلوونکې میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلوونکې میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د سیمې د هیوادونو سره د اړیکو د نورمالولو په اړه د روانو هلو ځلو په چوکاټ کې  د ښه نیت ښودولو په خاطر سعودي عربستان ته سفر کوي.

ولسمشر اردوغان پرون دوشنبه په استانبول کې رسنیو ته وویل چې د فبروري په میاشت کې به سعودي عربستان ته سفر وکړي. ددې سفر په ترڅ کې به د ترکیې او عربستان ترمنځه د سوداګریز حجم د لا لوړولو او اړیکو د لا پیاوړي کولو په مسئلې خبرې وکړو.

د ویلو ده چې د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځه اړیکې په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالیست جمال قاشقچي  د وژل کیدو نه وروسته خرابې شوې.

د ترکیې ولسمشر او سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د ۲۰۲۱ کال د اپریل او مې په میاشتو کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. ددې پرمختګ نه وروسته ترکیې هیله څرګنده کړه چې د خلیج هیوادونو سره د همکارۍ کچه لوړه کړي.

د ویلو ده چې ترکیې د سعودي عربستان ترڅنګ د مصر او متحده عربي اماراتو سره هم د اړیکو د ښه کولو په خاطر مذاکرات روان کړي دي.

ترکیې د تیر کال د مې په میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په مشرۍ یو هیئت سعودي عربستان ته لیږلی وو. هغه ددې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه