ترکیې په جرمني کې د مسلمانانو پر هدیرې برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده.

ترکیې په جرمني کې د مسلمانانو پر هدیرې برید په اړه سخت غبرګون وښود

1755761
ترکیې په جرمني کې د مسلمانانو پر هدیرې برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده.

ترکیې په جرمني کې د مسلمانانو پر هدیرې برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ″ په ډیرې خواشینۍ سره مو د جرمني  د ایزرلون په ښار کې د مسلمانانو په یوې هدیرې د برید خبر ترلاسه کړ. دا برید چې  نوي کال په شپه ترسره شوی دی په اصل کې په اروپا کې د اسلام دښمنۍ  د ذهنیت یوه ښکاره بیلګه ده. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په اروپا کې د اسلام دښمنۍ او اسلام فوبیا کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.

ترکیه ددې برید عاملین هر څه ژر د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کوي.همداشان د جرمني د مقاماتو نه په راتلونکې کې دداسو پیښو د نه تکراریدو په خاطر د لازمو تدابیرو نیولو غوښتنه کوي. ″

د ویلو ده چې د نوي  کال په شپه نامعلو برید کوونکي  یا برید کوونکو د جرمني د ایزرلون په ښار کې د مسلمانانو په هدیره د برید سره یو زیات شمیر قبرونو ته ضرر رسولی دی.

پدې برید کې د یو زیات شمیر قبرونو د شناختو تګي ماتي شوي او قبرونه ویجاړ شوي دي.



اړوند خبرونه