په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۹۶۸۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۶۹ زره او ۶۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۹۶۸۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۸۵۴۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۱ میلیونه ۱۳۴ زره او ۷۷۴ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۶ میلیونه ۸۹۰ زره او ۹۴۳ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۵۶۵ زره او ۷۱۳ تنو لومړی او دویم ډوز او ۱۸ میلیونه ۶۸۱ زره او ۲۸۷ تنه لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله