د ترکيې د بتلیس په ولایت کې ۳۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

په ترکیه کې ۳۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

1754700
د ترکيې د بتلیس په ولایت کې ۳۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د بتلیس په ولایت کې په یو میني بس موټر کې ۳۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د بتلیس ولایت د ژاندارم ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې یو میني بس موټر د امنیتي ځواکونو د ټولو خبرداریو سره سره د تیښتې نه وروسته ونیول شو.

په میني بس موټر کې ۳۷ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

امنیتي ځواکونو د موټر چلوونکی چې ګمان کیږي  د کډوالو قاچاقبر دی نیولی دی. همداشان نیول شوي  ناقانونه کډوال د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د وان ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي.

 



اړوند خبرونه