په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۲۱۷۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1753929
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۴  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۶۸ زره او ۸۴۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۳۲۱۷۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی  . د اوږدې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پیښو شمیره د ۳۰ زرو نه اوړي. هغه یو ځل بیا په هیوادوالو د تدابیرو د مراعات کولو غږ وکړ.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۱۰۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۲۹ میلیونه ۹۷۲ زره او ۵۰۸  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۶ میلیونه ۸۴۵ زره او ۴۷۷ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۴۸۷ زره او ۲۲۵ تنو لومړی او دویم ډوز او ۱۷ میلیونه ۹۸۳ زره او ۹۹ تنه لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.



اړوند خبرونه