ترکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د ځان بسیاینې په برخه کې پرمختګ کوي.
د غازي انتپ ولایت د هوايي ډګر د ترمینل نوې ودانۍ پرانیستل شوه
ترکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د ځان بسیاینې په برخه کې پرمختګ کوي.
د ترکیې د پوځي الکترونیک صنایع شرکت اسلسن د ایکسری یا پلټنې د ماشینونو د تولید په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړ. د اسلسن شرکت ایکسری یا پلټنې ډیر پرمختللی ماشین تولید کړ چې پدې برخه کې هیواد خودکفا کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د غازي انتپ ولایت د هوایي ډګر د ترمینل نوې ودانۍ د پرانیستو د مراسمو نه وروسته د اسلسن شرکت لخوا جوړ شوي ایکسری یا پلټنې ماشین نه چې پدې هوايي ډګر کې نصب شوی دی لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د نوموړي ماشین په اړه د مسئولینو نه معلومات واخیستل.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله