ولسمشر اردوغان د غازي انتپ ولایت کارګرانو سره لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هیواد د فابریکو خاوندان، خصوصي متشبثین او سوداګرو ته يي د هر ډول امکاناتو د برابرولو سره هغوې لا زیات کارموندنې برابرولو او تولیداتو د کچې د لوړولو ته تشویق کړي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هیواد د فابریکو خاوندان، خصوصي متشبثین او سوداګرو ته يي د هر ډول امکاناتو د برابرولو سره هغوې لا زیات کارموندنې برابرولو او تولیداتو د کچې د لوړولو ته تشویق کړي دي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ د غازي انتپ ولایت کارګرو سره د ماښام د ډوډۍ پر مهال په لیدنه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان کارګرانو ته په خطاب کې وویل چې د غازي انتپ ولایت د پانګه والۍ، استخدام، تولیداتو او د وارداتو نه زیات صادر کوونکو مهمو ښارونو نه یو دی.
د تاریخ ، مدنیت، کولتور او ورورولۍ ښار غازي انتپ په عینې وخت کې د تولیداتو او زیار ښار دی. غازي انتپ په ترکیه ، سیمه او نړۍ کې نمونه د مثال د ښارونو نه یو دی.
ولسمشر اردوغان وویل ، لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیه هره ورځ د ترقۍ او پرمختګ په حال کې دی ، ترکیه سترو هدفونو ته د رسیدو په درشل کې دی. د غازي انتپ ولایت کلني صادرات ۱۲ میلیاردو ډالرو نه اوښتي دي.
هغه وویل چې د هیواد د فابریکو خاوندان، خصوصي متشبثین او سوداګرو ته يي د هر ډول امکاناتو د برابرولو سره هغوې لا زیات کارموندنې برابرولو او تولیداتو د کچې د لوړولو ته تشویق کړي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.