ترکیې د خزانې او مالیې وزارت په هیواد کې د ترهګریزو سازمانونو د ۷۷۰ تنو غړیو شتمني کنګل کړه

په ترکیه کې ترهګریزو سازمانونو ته داځل د مالي پلوه ستر ګوزار ورکړ شو

1752024
ترکیې د خزانې او مالیې وزارت په هیواد کې د ترهګریزو سازمانونو د ۷۷۰ تنو غړیو شتمني کنګل کړه

د ترکیې د خزانې او مالیې وزارت په هیواد کې د ترهګریزو سازمانونو د ۷۷۰ تنو غړیو شتمني  کنګل کړه.

د خزانې او مالیې وزارت په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت ، پي کاکا  ترهګریز سازمان او اړوند څانګو او کین اړخه ترهګریزو سازمانونو د غړیو ۷۷۰ تنو مال او دارايي د کنګلولو پریکړه وکړه.

د خزانې او مالیې وزارت دا پریکړه په رسمي جریده کې د اعلانیدو نه وروسته نافذ شوه.

د خزانې او مالیې وزارت د پریکړې له مخې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ۴۵۴ تنو غړیو، د پي کاکا او اړوند ترهګریزو څانګو يي د ۱۰۸ تنو غړیو، د دیني  استثمارګرو ترهګریزو سازمانونو د ۱۱۹ تنو غړیو او د کین اړخه ترهګریزو سازمانونو د ۸۹ تنو غړیو مال او دارايي کنګل شوي دي.



اړوند خبرونه