اردوغان: د فلسطین د ستونزې حل د اسرائیل د امنیت لپاره هم حیاتي اهمیت لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د فلسطین په مسئله کې ګامونه اوچتول یواځې د فلسطین نه بلکې د اسرائیل د امنیت او استقرار سره هم مرسته کوي.

1751411
اردوغان: د فلسطین د ستونزې حل د  اسرائیل د امنیت لپاره هم حیاتي اهمیت لري

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د فلسطین په مسئله کې ګامونه اوچتول یواځې د فلسطین نه بلکې د اسرائیل د امنیت او استقرار سره هم مرسته کوي. زه پوره باور لرم چې بیت المقدس ته به د ټولو ادیانو حساسیتونه په نظر کې نیولو سره یو مناسب حل وموندل شي.

ولسمشر اردوغان تیره ورځ  د یهودي ترکانو د ټولنې او په اسلامي هیوادونو کې د یهودي خاخامانو ( مذهبي مشرانو ) د ټولنې د غړیو سره په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د یهودي مذهبي مشرانو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ځانګړې توګه په لویدیځو هیوادونو کې اسلام دښمنۍ  چې کچه يي د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده، یهودي دښمنۍ او بهرنیانو پر وړاندې د تبعیض پر خلاف باید ګډه مبارزه وکړو او هماهنګي رامنځته کړو.

ددې ترڅنګ د منځني ختیځ د سولې او ثبات لپاره ټول باید په ګډه توګه کار او هڅه وکړو.

مونږ په قدیمه جغرافیه  کې چې د دریو سماوي  دینونو د سپڅلو مکانونو کوربه توب کوي هیڅکله هم جنګ جګړه، کډوډي او ستونزې نه غواړو.

د ترکیې یواځنۍ غوښتنه او هیله په منځني ختیځ کې چې د مختلفو دینونو، ژبو او توکمونو کوربه توب ټولې ټولنې د سولې په فضا کې د یو بل ترڅنګ ژوند کول دي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې اسرائیل حکومت ته زمونږ خبرداري یواځې او یواځې د منځني ختیځ د تل پاتې او دوامداره سولې او ثبات په خاطر دي.

د بیت المقدس په ګډون د فلسطین د مسئلې په اړه اوچتیدونکي  ګامونه یواځې د فلسطین لپاره نه بلکې د اسرائیل د امنیت او ثبات د ټینګښت سره هم ډیره زیاته مرسته کوي.

مونږ هم د اسرائیل د ولسمشر ښاغلي هرزوګ او هم د لومړي  وزیر ښاغلي بینیت سره له سره ډیالوګ  او مذاکراتو ژوندي  کولو ته د همدې امله ډیر زیات اهمیت ورکوو.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه که چیرې اسرائیل په واقعیت سره د سولې د هلو ځلو په اړه صمیمي  او واقعي  دریځ  وښايي دا به د اړیکو د نورمالیدو د بهیر سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل پوره باور لرم چې بیت المقدس ستونزې ته د ټولو دینونو د حساسیتونو په نظر کې نیولو سره یوه ډیره مناسبه حل لار موندلی شو. همداشان د ترکیې او اسرائیل ترمنځه اړیکې د سیمې د استقرار له پلوه حیاتي ارزښت لري.

پدې مسئله کې په ځانګړې توګه ستاسې د دیني مشرانو مرستې او ملاتړ ډیر زیات اهمیت ورکوو.

ترکیه د همکاریو د لا پیاوړي کولو او موجود لوړ پوتانیشیل لا په ښه توګه ارزولو ته چمتو دی. ترکیه تل مذاکراتو او خبرو اترو دوام ته اهمیت ورکوي  ځکه چې پدې کې زمونږ ګډې ګټې نغښتي  دي.   



اړوند خبرونه