ولسمشر اردوغان : تیره ورځ مو اعلان کړی اقتصادي‌ پروګرام خپل هدف ته ورسید

ولسمشر اردوغان : اجازه به ورنکړو چې نور د هیواد یو تن وګړی هم د اقتصادي‌ تورم او بهرنیو اسعارو د فشارونو قرباني‌‌ او ښکار شي.

1751119
ولسمشر اردوغان : تیره ورځ مو اعلان کړی اقتصادي‌ پروګرام خپل هدف ته ورسید

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې پرون يي اعلان کړی اقتصادي‌ پروګرام چې له مخې د ازاد بازار د اصولو سره سم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هیواد د کرنسۍ  د قیمت ساتنه کوي‌ خپل هدف ته رسیدلی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې نن په ملي شورا کې د خپل ګوند  اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې په تیرو لسو کلونو کې عقل ته راتلوونکو هر ډول شومو پلانونو او امتحانونو شاهدي‌ کړې ده . ترکیې اقتصاد په ډیره ښکاره توګه ګواښل شوی دی او هر ډول دسیسې جوړې شوي‌ دي.

د هیواد د ښمنانو د شپې په نیمايي کې پیل کړو چې اوس هم دوام لري‌ د مالي‌ دسیسو، شومو پلانونو او لوبو سره غوښتل چې د ترکیې اقتصاد د افلاس سره مخامخ کړي.

ددې ټولو پر خلاف مو د قوي‌ عزم او ارادې سره مبارزه وکړه او مبارزې ته دوام ورکوو. د دښمن لخوا جوړې شوې سیاسي‌ ، ټولنیزې، رواني‌ او اقتصادي‌ هر ډول دسیسې او شوم پلانونه چې غوښتل يي مونږ پدې دام کې ګیر کړي‌ د الله په مرسته او د ملت په ملاتړ مو ټول شنډ کړل. مونږ هیڅکله د هیواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې د ټاکلو هدفونو نه په شا شوي‌ نه یو، د قوي‌ او پیاوړې ترکیې د جوړولو په خاطر د پيل کړي‌ دې ستر او عظیم سفر نه یوه شیبه هم په شا شوي‌ نه یو.

ولسمشر اردوغان وویل چې هیڅکله به هم اجازه ورنکړو چې زمونږ ملت د اقتصادي‌ تورم او بانکی‌ سودونو قرباني‌ او ښکار شي.

انشاالله چې پدې برخه کې به نوي‌ ګامونه اوچت کړو. د الله په مرسته چې خپل هدف ته به نایل شو.

اردوغان وویل چې پرون يي اعلان کړی اقتصادي‌ پروګرام چې له مخې د ازاد بازار د اصولو سره سم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هیواد د کرنسۍ  د قیمت ساتنه کوي‌ خپل هدف ته رسیدلی دی.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې مونږ هڅه کوو چې ازاد بازار د خپل مقراراتو سره سم فعالیت وکړي‌ او هڅه کوو چې  هیواد ته راواږده شوي‌ د ټولو بد نیتو او مضرو کسانو لاسونه پرې کړو. زمونږ هڅه کوو چې یواځې هغه کسان چې په بانکونو کې سرمایې لري‌ او بانکونه بلکې د هیواد ۸۴ میلیونه ټول وګړي‌ ګټه وکړي.

مونږ به اجازه ورنکړو چې د  هیواد یو تن وګړی هم د اقتصادي‌ تورم او یا بهرنیو اسعارو د فشار له امله  ضرر وکړي. د ټولو هیوادوالو د حقونو ساتنې ته ژمن یو.



اړوند خبرونه