په ایزمیر او موغلا ولایتونو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د ایزمیر  او موغلا په ولایتونو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.

1751001
په ایزمیر او موغلا ولایتونو کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

 

د ایزمیر ولایت د چشمې او دیکیلي‌ په ولسوالیو کې  ۱۳۷ تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني‌ ځواکونو لخوا د ترکیې اوبو ته راشړي‌ وو او په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ شول د ترکيې د سواحلو د امنیت د ګارد ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د ایزمیر ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي‌ چې د چشمې او دیکیلي‌ په ولسوالیو کې د ناقانونه کډوالو په اړه په جلا جلا راپورنه ترلاسه کړل.

سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې او کډوال چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل شول.

په چشمې او دیکیلي‌ ولسوالیو کې ۱۳۷ تنه کډوال وژغورل شول.

همداشان د موغلا ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ هم تر سلو تنو ډیرو ناقانونه کډوالو د ژغورولو نه خبر ورکړی دی.

د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د موغلا ولایت د کوی جاغیز په ولسوالۍ کې  په یوې کښتۍ کې څه باندې ۱۰۰ تنه ناقانونه کډوال تثبت کړل. دا کډوال چې د یوناني‌ ځواکونو لخوا په زور سره راشړل شوي وو د سړې هوا څپو له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ وو. کډوال د ژغورلو نه وروسته د کب نیوونکو کښتیو په مرسته وچې ته راوویستل شول.

نیول شوي‌ کډوال د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه