ولسمشر اردوغان: ۲۰۲۲ کال بودیجه به د هیواد د ترقۍ په خاطر ټاکل شوو هدفونو ته د رسیدو سره مرسته وکړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل ، ددې په هیله چې د ۲۰۲۲ کال بودیجه د هیواد او ملت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.

1750356
ولسمشر اردوغان: ۲۰۲۲ کال بودیجه به د هیواد د ترقۍ په خاطر ټاکل شوو هدفونو ته د رسیدو سره مرسته وکړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل ، ددې په هیله چې د ۲۰۲۲ کال بودیجه د هیواد او ملت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته  ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل  ددې په هیله چې د ۲۰۲۲ کال بودیجه کې د تیرې جمعې پر ورځ د ملي‌ شورا لخوا تصویب شوه د هیواد او ملت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي.

هغه وویل چې  دا بودیجه چې ۶۷ ستراتیژیکو پروګرامونو ته پکې ځای ورکړ شوی دی  د ترکیې سره به د پانګه والۍ، استخدام یا کار موندې، تولیداتو او  صادراتو پر بڼسټ ولاړ اقتصادي‌ ودې لوی هدف ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.

زمونږ پدې بودیجه  کې نوښتګرانه  او چاپیریال دوسته اړخونو ته ډیره زیاته پاملرنه شوې ده. لکه تر ننه پورې د ۲۰۲۲ کال کې په بودیجه کې هم  د عوایدو او مصاراتو تابلو په ډیر دقت او ځیر سره ټاکل شوي‌ دي. دا بودیجه به هیواد ټاکلو اهدافو ته د رسولو او ملت د رفاه او هوساینې سره مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د یو ډیر پیاوړي‌ اقتصاد چې په تیرو ۱۹ کلونو کې په اوسط ډول ۵ عشاریه یو سلنه وده کړې ده خاوند دی.

هغه وویل لکه څرنګه چې مونږ هیواد د ډیموکراسۍ، ترقۍ، امنیت او ډیپلوماسۍ په برخو کې ډیر لوړې کچې ته رسولې همداشان به يي په اقتصادي‌ برخو کې هم ډیرې لوړې کچې ته ورسو. هیواد په هره برخه کې ډیرې لوړې کچې ته رسولو ته ژمن یو.



اړوند خبرونه