په ترکیه کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د حد اقل معاشونو افزودي‌ اعلان شوه

په ترکیه کې  د ۲۰۲۲ کال لپاره  حد اقل معاش رقم  اعلان شو.

1748645
په ترکیه کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د حد اقل معاشونو افزودي‌ اعلان شوه

 

په ترکیه کې  د ۲۰۲۲ کال لپاره  حد اقل معاش رقم  اعلان شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن په ترکیه کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د حد اقل معاش رقم اعلان کړ.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د ډیرو زیاتو مذاکراتو  نه وروسته  د ۲۰۲۲ کال لپاره حل اقل معاش ۴۲۵۰  ترکي لیرې وټاکل شو.

هغه وویل چې د ۲۰۲۲ کال لپاره د حد اقل معاشونو کې افزودي‌ ۵۰ سلنه ده. د ویلو ده چې دا افزودي‌ په تیرو ۵۰ کلونو کې په معاشونو کې  تر ټولو لوړه افزودي ده.

همداشان ولسمشر اردوغان د هیواد زیارکښو ته یو بل زیری هم ورکړ.

هغه وویل چې د ۲۰۲۲ کال نه په اعتبار سره به د حد اقل معاشونو  ټول مالیات معاف شي.

ددینه وروسته به د حد اقل معاش   نه د عایداتو مالیه هم وانخیستل شي.



اړوند خبرونه