د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته سفر کړی دی.
ولسمشر اردوغان قطر ته سفر وکړ
د ولسمشر اردوغان نه د قطر په پلازمینه دوحه کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني لخوا د ځانګړو رسمي مراسمو سره هر کلی وشو.
ولسمشر اردوغان د قطر د شاهي ماڼۍ د تشریفاتو قطعه د معاینه کولو نه وروسته د قطر د امیر سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د ترکیې او قطر ترمنځه د عالي استراتيژۍ کمیټې په ۷ غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی دی.
همداشان ولسمشر اردوغان به پدې غونډه کې ګډون وکړي.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ، د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، سوداګرۍ وزیر محمد موش، کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاک دیمیرلي، روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، د ګرځندوی او کولتور وزیر محمد نوري ایرسوی، ملي استخباراتو رئیس حاکان فیدان، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون، د دفاعي صنایع ریاست رئیس اسماعیل دیمیر، ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن، د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال او د ګوند ویاند عمر چیلیک او د ترکیې د دیني چارو رئیس علي ایرباش ملګرتیا کوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.