ولسمشر اردوغان : سیاسي‌ او اقتصادي‌ خپلواکي‌ د یوې سکې د دوو مخونو په څیر دي

ولسمشر اردوغان : انشاالله لکه څرنګه چې مو هیواد د سیاسي‌ پلوه خپلواکه کړې دی د اقتصادي پلوه به يي هم خپلواکه کړو

1743468
ولسمشر اردوغان : سیاسي‌ او اقتصادي‌ خپلواکي‌ د یوې سکې د دوو مخونو په څیر دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په هیواد کې به د پانګه والۍ، استخدام، تولید،صادراتو او پراخیتا محوره پروګرام سره به د رفاه او هوساینې کچه لوړه کړه.

ولسمشر اردوغان سیرت ولایت ته د خپل سفر پر مهال د " ډیموکراسۍ ویناوې " تر نامه لاندې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان دلته پخپله وینا کې وویل چې سیاسي‌ ازادي او اقتصادي‌ ازادي‌ د یوې سکې د دوو مخونو په څیر دي. ددې دواړو نه د یو د نشتوالي په صورت کې بل يي هم اهمیت د لاسه ورکوي.

هغه زیاته کړه " د الله په مرسته لکه څرنګه چې مونږ د خپلو هیوادولو لپاره هر ډول ازادي او د هغوې حق او حقوق ورسولي‌ دي انشاالله چې په اقتصادي‌ برخه کې به هم ورته لاسته راوړنې ولرو. په هیواد کې به د پانګه والۍ، استخدام، تولیداتو ،صادراتو او پراخیتا محوره پروګرام سره به د رفاه او هوساینې کچه لوړه کړه. نن مونږ د ډیموکراسۍ په اړه خبرې کوو خو انشاالله چې سبا به ددې محاسبه وکړو چې مونږ د خپل ملت د ژوند کچه په څه ډول لوړه کړې ده . د اقتصادي‌ پلوه مو څه ډول خپل ملت په خپو درولی دی."



اړوند خبرونه