په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۹۳۵۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۵۰ زره او ۹۳۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۹۳۵۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې د اږودې مودې وروسته دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۰ زرو نه راټیټیږي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۲۷۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۲۰ میلیونه ۹۱۰ زره او ۴۳۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله