د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ پر خلاف د مبارزې د نړۍوالې ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوامبر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ پر خلاف د مبارزې د نړۍوالې  ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی دی.

1739067
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ پر خلاف د مبارزې د نړۍوالې ورځ په مناسبت د ولسمشر اردوغان پیغام

 

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې ددې په هیله چې دا ورځ   په سر کې زمونږ د عقیدې ، مدنیت، ارزښتونو او کولتور پر وړاندې د پروت  ستر خنډ په کامله توګه د لمنځه وړو سبب  او وسیله وګرځي.

ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې " د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې په ښکاره توګه د بشري‌ حقونو نه تیری دی له بده مرغه چې نن ورځ د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده. دا خبره باید هیره نکړو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ او شدت پر خلاف مبارزه په اصل کې د خپلو میندو، خویندو، میرمنې  او لورګانو د حق ، حقوق او شرف نه  د دفاع کولو مبارزه ده. ددې ستونزې حل د ټولې نړۍ د ګډې هڅې او اتفاق  سره ممکن دی. ټولو دینونو، عقیدو او مذاهبو خاوندان د ګډې هڅې او مطابقت سره ممکن ده."

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ پر خلاف مبارزې ته پوره ژمن یو. دې مبارزې ته به د پوره عزم سره دوام وکړو. لکه څرنګه چې مو تر ننه پورې د ښځو د حق او حقوقو نه دفاع کړې او د هغوې ترڅنګ دریدلي‌ یو ددینه وروسته به هم دفاع کولو او د هغوې ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړو.

انشاالله چې د خپلو اخلاقي‌ او انساني‌ ارزښتونو د پیاوړي‌ کولو سره به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي  ستونزه له منځه یوسو.



اړوند خبرونه