د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده سبا ترکیې ته راځي
د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زید النهیان سبا د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي.
1737509
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زید النهیان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه سبا چارشنبه د نوامبر ۲۴ مه نیټه ترکیې ته راځي.
ولسمشر اردوغان به په پلازمینه انقره کې د محمد بن زید النهیان سره لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو پر اړیکو په هر اړیکو توګه خبرې او بحث وشي. همداشان د همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر به په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشي.
پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو هم خبرې او تبادل د نظر وشي.