د ترکیې د وان په ولایت کې ۱۳ تنه د کډوالو قاچاقبران ونیول شول.

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د قاچاق وړونکې پر خلاف په عملیاتو کې ګڼ شمیر ونیول شول

1736819
د ترکیې د وان په ولایت کې ۱۳ تنه د کډوالو قاچاقبران ونیول شول.

 

د وان ولایت د امنیې قومندانۍ د کډوالو د قاچاق پر خلاف  د مبارزې د څانګې منسوبینو د نوامبر د ۱۵ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه د کډوالو د قاچاقبرانو پر خلاف ۵ جلا جلا عملیات ترسره کړي دي.

د وان  د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې پدې جلا جلا عملیاتو کې ۱۵ تنه د کډوالو قاچاقبران نیول شوي وو چې ۱۳ تنه يي د محکمې لخوا زندان ته استول شوي دي.

د نیول شوو قاچاقبرانو نه يي ۶ تنه بهرني وګړي او پاتې د ترکیې وګړي دي.

همداشان د دوو تنو نورو قاچاقبرانو نه تحقیقات دوام لري.

ددې سربیره د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې یو زیات شمیر موټرې چې ناقانونه کډوال به يي انتقالول او هوټلونه او کورونه چې کډوال به يي ساتل نقدي  جزا ورکړ شوې ده.

د موټر، هوټل او کور خاوندانو ته ۲۳۹ زره ۲۵۶ ترکي لیرې نقدي جزا ورکړ شوې ده.



اړوند خبرونه