ترکیې د یونان پر خلاف غبرګون وښود

ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود او دې هیواد ته د عقل سلیم نه د کار اخیستو بلنه ورکړه.

1736548
ترکیې د یونان پر خلاف غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د نوامبر په ۱۹ مه نيټه د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندایس لخوا د ترکیې په اړه د کړو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.

هغه د نوموړو څرګندونو په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ″  یونان چې په سیمه او چم ګاونډ کې د سولې او استقرار د ټینګښت په اړه د ترکیې مهم رول  زغملی نشي  په هره مسئله کې د سیالۍ او رقابت هڅه کوي، د همکاریو پر ځای ستونزو او خنډونو رامنځته  کولو او د ترکیې پر خلاف د مصنوعي  اتفاقونو د جوړولو هڅه کوي چې د هغوې دا ټولې هڅې بیهوده او بې ځایه دي.

ترکیه یو ځل بیا دې هیواد ته د ډیالوګ او خصمانه او تحریک امیزه څرګندونو نه ډډې کولو او عقل سلیم ته بلنه ورکوي.

دا هیواد دې د ترکیې سره د بې ځایه رقابت او سیالۍ نه لاس واخلي.


پيوندونه: #غبرګون , #یونان , #ترکیه

اړوند خبرونه