ترکیې بهرنیو چارو وزیر د ایران نه وروسته لبنان ته سفر کړی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو لبنان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددې هیواد د ولسمشر میشل اون سره لیدنه وکړه.

1734607
ترکیې بهرنیو چارو وزیر د ایران نه وروسته لبنان ته سفر کړی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو لبنان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ددې هیواد د ولسمشر میشل اون سره لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې چاووش اوغلو پرون په ایران کې د لیدونو کتنو نه وروسته د ماښام په ناوخته ساعتونو کې لبنان ته سفر وکړ.

چاووش اوغلو په لبنان کې لومړی ددې هیواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امین سلام سره لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو ددې لیدنې نه وروسته وویل چې په لبنان کې خپلې لیدنې کتنې د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر امین سلام سره په لیدنې پيل کړې.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې مو د اقتصادي او تجاري اړیکو او د لبنان په اقتصادي وضعیت خبرې وکړې.

همداشان پدې لیدنه کې مو د لبنان سره د اقتصادي ثبات په خاطر د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د لبنان سره به زمونږ مرستې دوام وکړي.

چاووش اوغلو په لبنان کې د میشتو ترکانو سره هم لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو بیا نن سهار د لبنان د ولسمشر میشل اون سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او د لبنان پر وضعیت خبرې وکړې.

چاووش اوغلو وویل چې د ولسمشر میشل سره په لیدنه کې په لبنان کې د استقرار د ټینګښت په خاطر د لازمو مرستو ژمنه وکړه.



اړوند خبرونه