ترکیې بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی دی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته تللی دی.

1734016
ترکیې بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی دی

 

چاووش اوغلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه خبري غونډې ته وویل چې ترکیه د ایران سره د متقابلو اړیکو او سیمه ایزې همکارۍ د لا پیاوړي کولو غوښتنه کوي.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې د ډیرو مهمو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ. پدې اړه مو په یو لارښود او د لارې په نقشې  خبرې وکړي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه به پرې کار وکړي.

هغه وویل چې له بده مرغه د ترکیې او ایران ترمنځه په تیرو دوو کلونو کې تجاري حجم کچه ډیره زیاته راټیټه شوې ده. البته چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ رول پدې برخه کې ډیر وو. خو سږ کال زمونږ ترمنځه تجاري حجم د تیر کال په پرتله د څه باندې ۷۰ سلنه لوړ شوی دی خو دا رقم هم زمونږ لخوا ټاکل شوي  رقم نه ډیر لرې دی.

پدې اړه مو لازمې خبرې وکړې او انشاالله چې لازم او ټاکل شوي هدف ته به ځان ورسو.

همداشان وویل چې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون په ځینو برخو کې مو تړونه چمتو کړي  دي چې انشاالله لاسلیک به شي.

همداشان هغه په افغانستان کې  د طالبانو د حکومت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ،

لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي دي ترکیه په افغانستان کې د یو ټولشموله او پراخ بڼسټه حکومت غوښتونکی دی.



اړوند خبرونه