پر یونان د ولسمشر اردوغان ډیرې سختې نیوکې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې یونان د امریکا متحده ایالتونو پر پوځي هډې بدل شوی دی.

1732954
پر یونان د ولسمشر اردوغان ډیرې سختې نیوکې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې یونان د امریکا متحده ایالتونو پر پوځي هډې بدل شوی دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان سره د لیدنې نه وروسته چې رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ښاغلي اوربان سره د سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

دم ګړۍ د ترکیې او هنګري ترمنځه سوداګریز حجم څه باندې ۳ میلیارده ډالره دی خو زمونږ هدف دا رقم شپږ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي.

ولسمشر اردوغان د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې غواړم د هنګري  د لومړي وزیر ښاغلي اوربان نه په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې د غړیتوب په بهیر کې د ترکیې نه  د قوي ملاتړ له امله د خپل ځان او ترک ملت په استازیتوب مننه وکړم.

مونږ به تل د غړیتوب په بهیر کې د هنګري د مرستې او ملاتړ نه یادونه وکړو او یادونې کولو ته به دوام ورکړو. همداشان په ټولنه کې زمونږ د لید او نظر د بیان او لا په ښه توګه د اظهار سره د مرستې له امله هم مننه کوم. ددې په هیله چې دا مرسته او ملاتړ په همدې شان دوام وکړي.

ولسمشر اردوغان د کډوالو په مسئله کې د یونان د لومړي وزیر میچوتاکیس لخوا ترکیې په اړه د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ″ د کډوالو په مسئله کې په یو داسې هیواد چې پنځه میلیونو تنو کډوالو کوربه توب کوي او د ټولو دروند بار يي په اوږو کړی دی نیوکه کول او کډوالو پړه په ترکیې اچول دا په ښکاره توګه بې حیايي او بې شرمي ده.

که چیرې ترکیه د کډوالو پر مخ دروازې پرانیزي دا چې یونان به هغه وخت څه وکړي پدې نه پوهیږم. تر ټولو تیره همدا یونان په ایژې او مدیترانه کې کډوالو کښتۍ سوري کوي  او هغوې د سمندر په منځ کې پر مرګ محکوموي. ″

ولسمشر اردوغان د یونان د دیده اغاچ په سیمه کې د جوړې کړې پوځي  هډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، یونان نن ورځ په سیمه کې د امریکا په یوې پوځي هډې بدل شوی دی.

د بله پلوه د هنګري لومړي وزیر اوربان بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د کډوالو په مسئله کې د ترکیې سره باید لا زیاتي مرستې وشي.



اړوند خبرونه