ولسمشر اردوغان : انشاالله چې د جمهوریت تر سلمې کلیزې به هیواد ډیرې لوړې سطحې ته ورسو
ولسمشر اردوغان : هیواد د معاصر مدنیت لوړې سطحې ته د رسولو په خاطر شپه او ورځ کار کوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اتاترک لخوا هیواد معاصر مدنیت سویې ته د رسولو د هدفونو به رڼا کې د په کومه برخه کې چې لازم وي پانګه اچونې، څه ډول ګامونه چې لازم وي اوچتولو او د چا پر خلاف چې لازم وي مبارزه وکړو مبارزه کولو ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د ۸۳ تلین په مناسبت په جوړ شوې یاد غونډه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ترکیې د استقلال د مبارزې عالی سرقومندان او د جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۸۳ تلین په مناسبت یو ځل بیا د الله د دربار څخه هغه ته د رحمت غوښتنه کوو او په درناوي ترینه یادونه کوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د مالازګیرت د ستر بري نه راپدیخوا دا خاوره زمونږ لپاره په وطن د بدلولو په خاطر په روانه مبارزه کې شهید شوو ټولو شهیدانو، غازیانو او اتلانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سترې او پیاوړې ترکیې لپاره د کارکوونکو هر چا نه د زړه له کومې مننه کوم.
زمونږ هدف د جمهوریت تر سلمې کلیزې یعنې د ۲۰۲۳ کاله پورې د نیکونو نه په میراث کې پاتې زمونږ دا هیواد د خپل ملت د ارمانونو او خیالونو سره سم یوې ډیرې لوړې سویې ته رسول دي.
دې هدف ته د رسیدو په خاطر مونږ د پوهنې نه نیولې تر روغتیا، د امنیت نه نیولې تر ټکنالوژۍ پورې په هره برخه کې د ډیرو قوي او پیاوړو بڼسټونو او د سیاسي او اقتصادي طاقت او قوت سره د نړۍ د مخکښو هیوادونو په کتار کې د ځای نیولو په خاطر هڅه کوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د خپل جمهوریت د لا پياوړي کولو او لا لویو لپاره کار کوو.
هغه وویل دا نن چې مونږ پدې صالون کې سره راټول شوي یو دا د ولسمشرۍ د سنفوني ارکستر پخوانۍ ودانۍ ده خو په څنګ کې جوړه شوې نوې ودانۍ بیا زمونږ ددې لید لوري ښکاره بیلګه ده.
په ورته ډول مونږ په استانبول کې د اتاترک کولتور مرکز نوې ودانۍ ته که چیرې دقت وکړو دا به مونږ ته دا وښايي چې هیواد د کوم ځای نه کوم ځای ته رسیدلی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اتاترک یاد غونډو جوړول البته چې یوه اړینه خبره ده خو زما په اند اصلي خبره د اتاترک د لارې او د هغه د مبارزې تعقیبول دي.
دا خبره باید هیره نکړو چې د ملي اردې پر بڼسټ جوړ زمونږ دا نوی دولت د ټولو خنډونو او مشکلاتو سره سره د دوه زره کلن دولتي سیستم دوام دی.