چاووش اوغلو : ترکیه د اروپايی ټولنې د نوماندۍ نه تیره شوې نده بلکې ټولنه ډیره زیاته مشتاقه نده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې غړیتوب نوماندۍ نه لاس په سر شوې نده  بلکې اروپايي ټولنې  مشتاقه نه ښکاري.

1729815
چاووش اوغلو : ترکیه د اروپايی ټولنې د نوماندۍ نه تیره شوې نده بلکې ټولنه ډیره زیاته مشتاقه نده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د اروپايي ټولنې غړیتوب نوماندۍ نه لاس په سر شوې نده  بلکې اروپايي ټولنې  مشتاقه نه ښکاري.

چاووش اوغلو  د ملي شورا د پلان او بودیجې په کمیسیون کې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال د بودیجې په اړه پروګرامونه اعلان کړل.

همداشان وروسته هغه پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیه د اروپايي ټولنې د نوماندۍ  نه لاس په سر شوې ده؟ وویل  نه، ترکیه لاس په سر شوې نده بلکې اروپايي ټولنه مشتاقه نده. اروپايي ټولنه په دوامداره توګه خنډونه رامنځته کوي.

هغه د اروپايي ټولنې د غړیتوب د بهیر په مسئله کې د بعضو اروپايي هیوادونو نه د مثال په توګه یادونه وکړه او زیاته کړه″ د فرانسې په مشرۍ  د اروپايي ټولنې ۹ غړي هیوادونه د ټولنې د وسعت او لا پراخیدو سره سخت مخالفت کوي. د همدې مخالفتونو له امله مونتینګرو، شمالي مقدونیا او البانیا په څیر هیوادونو هم د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو په برخه کې هیڅډول پرمختګ ندی کړی.

هغه وویل سره ددې چې ترکیې د اروپايي ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او پدې برخه کې تر اوسه پورې ۲۰ فصله پرانیستل شوي دي . هغه د بعضو مخالفو وکیلانو لخوا د ټولنې لخوا د نوو فصلونو د نه پرانیستو په اړوند  د سکوت د اختیارولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې مونږ اروپايي ټولنې ته په ډیره ښکاره توګه ویلي دي چې د ویزو د معافیت په اړه مونږ ته فریب مه راکوۍ او زمونږ وخت مه ضایع کوۍ.

هغوې اوس اوس په غونډې ته غاړه کیښوده.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې لخوا د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کولو د مکررو غوښتنه سره سره ټولنه نوي نوي خنډونه رامنځته کوي.

هو دا هم حقیقت دی چې ترکیه هم ځیني کمي  او کاستي لري خو هغوې تل خنډونه رامنځته کوي. زه پوښتنه کوم د مخالفو وکیلانو  نه چې ایا تاسې پدې مسئله کې ولې په ټولنې نیوکې نه کوۍ، د هغوې نه پوښتنه نه کوۍ او تل په حکومت انتقاد کوۍ؟



اړوند خبرونه