د ترکیې د ایدن په ولایت کې په لسګونو ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول

د ترکیې د ایدن په ولایت کې ۴۸ تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول د امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شول.

1728749
د ترکیې د ایدن په ولایت کې په لسګونو ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول

 

د ایدن ولایت د امنیتی مسئولینو په وینا تیره شپه د یاد شوي ولایت د کوش اداسې د ولسوالۍ په سواحلو  کې  د سمندر په منځ کې د کډوالو  د یوې کښتۍ په اړه چې د یوناني ځواکونو لخوا په زور سره د ترکیې لورې ته راشړل شوي وو او کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ وه راپور ترلاسه کړ.

د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

د ژغورنې ډلو د سمندر په منځ کې  د مرګ د ګواښ سره مخامخ ۴۸ تنه ناقانونه کډوال د ژغورلو نه وروسته په خپلو کښتیو کې وچې ته راویستل.

ژغورل شوي کډوال د څیړونو نه وروسته د ایدن ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

ویل کیږي نوموړي ناقانونه کډوال خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنولو مرکز ته انتقال شول.



اړوند خبرونه