پوتین : د ملګروملتونو د ساختار په اړه د ولسمشر اردوغان نیوکې پر ځای دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملګروملتونو سازمان په ساختار د ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکې پر ځای وبللې او وویل چې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

1723292
پوتین : د ملګروملتونو د ساختار په اړه د ولسمشر اردوغان نیوکې پر ځای دي

 

هغه وویل چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ساختار کې د توازن د رامنځته کولو په خاطر باید  لا ډیر څه وشي. پدې برخه کې د ولسمشر اردوغان نیوکې  پر حق دي .

پوتین وویل چې دا اداره د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته تاسیس شوې او زیږیدلې ده. په هغه وخت کې د طاقت او قوت یو معلوم توازن شتون درلود خو نن ورځ  دا هر څه د بدلون په حال کې دي.

پوتین دا څرګندونې د روسیې د سوچي په ښار کې د والدي‌ بحثونو کلوپ په غونډه کې د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

پوتین د ملګروملتونو سازمان د ساختار په اړه د ولسمشر اردوغان د وروستیو نیوکو  په اړه چې ویلي وو" د بشریت برخلیک باید د دویمې نړۍوالې جګړې د ګوتو په شمیر د غالبو هیوادونو انصاف ته  باید پرینښودل شي‌ او د نه پریښودو په لاره کې مونږ مبارزه کوو " په اړه چې ایا تاسې ددې نیوکو سره موافق یاست او که نه؟ داسې وویل، زه ددې نیوکو سره په کامله توګه موافق نه یم.

هغه وویل چې ولسمشر اردوغان روسیې ته د خپل وروستي‌ سفر پر مهال ددې خبرې نه یادونه وکړه. پدې اړه د ولسمشر اردوغان د فکر او لید د بعضو برخو نه البته  ملاتړ کوم.

که چیرې دا مسئله په ډیره ښه توګه ارزیابي‌ کړو پدې خبره په لا ښه توګه پوهیدلی شو چې د ترکیې ولسمشر هدف څه دی. البته چې ترکیه هم غواړي‌ چې هیواد يي‌ امنیت شورا دایمي‌ غړیتوب ولري. خو دا  پدې اړه تصمیم نیول یواځې د روسیې کار ندی. پدې تصمیم کې اجماع ته اړتیا لرو.

هغه وویل چې دلته توان ډیر مهم دی. پوتین وویل چې  ښاغلي‌ اردوغان مې هم وویل چې د امنیت شورا د دایمي‌ غړیو د ویتو حق د لمنځه وړولو سره دا سازمان کیدای شي چې یواځې د بحثونو او جنجالونو په یو مرکز بدل شي.

هغه وویل چې البته د ملګروملتونو سازمان ساختار اصلاحاتو ته اړتیا لري خو ددې سازمان اساس د لمنځه وړو پلوي‌ نه کوو.

نن ورځ د امنیت شورا یواځې ۵ دایمي‌ غړي‌ د ویتو حق لري. د امنیت شورا ساختار توازن ته اړتیا لري.

دا چې د امنیت شورا ساختار کې څه ډول کولی شو چې لا ښه توازن رامنځته کړو پدې اړه باید فکر وشي.

پدې اړه د ولسمشر اردوغان نیوکې پر ځای دي. دا سازمان د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته تاسیس شوی دی او په هغه وخت کې حالات بل ډول ول او اوس بل ډول .



اړوند خبرونه