د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون رئیس : نړۍ تر هر وخت ډیر ډیالوګ، بحثونو او سلامشورو ته اړتیا لري

د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي‌ وویل چې نړۍ نن ورځ‌ هر وخت نه لا زیات ډیالوګ، بحثونو، حل لارو موندولو، سلا مشورو او نوي‌ لیدلوري‌ ته اړتیا لري.

1721983
د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون رئیس : نړۍ تر هر وخت ډیر ډیالوګ، بحثونو او سلامشورو ته اړتیا لري
Mehmet Zahid Sobacı.jpg

 

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس دا څرګندونې د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم ۲۰۲۱ په پرانیست وینا کې وکړې.

د ویلو ده چې ټي‌ ورلد فورم د پنځم ځل لپاره جوړیږي. د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ سږنی فورم چې د قدرت او تناقض : په ۲۱ پيړۍ کې د سترې ستراتیژۍ درک تر عنوان لاندې جوړ شوی دی د نړۍ د څه باندې ۳۰ هیوادونو نه پکې څه باندې ۱۰۰ تنو ویناوالو ګډون کړی دی.

د ټي‌ آر ټي‌ رئیس وویل چې د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ پدې فورم کې به چې دوه ورځې دوام کوي‌ د ټول بشري اړوند مهمو نړۍوالو مسئلو ته د لازو حل لارو د موندولو په خاطر خبرې ، بحثونه، سلا مشورې او نظریات وړاندې شي.

هغه وویل چې نړۍ نن ورځ‌ هر وخت نه لا زیات ډیالوګ، بحثونو، حل لارو موندولو، سلا مشورو او نوي‌ لیدلوري‌ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د شلمې پيړۍ په پای کې د نړۍ دولتونه د داسو ستونزو او بحرانونو سره لاس او ګریوان شوي‌ دي‌ چې ددینه مخکې ورسره هیڅکله هم نه وو مخامخ شوي‌.

نړۍوالې ترهګرۍ، د کرونا ویروس پراخه وبا ناروغي، ايکولوژیک ناورینونه، اقلیم بدلون، نړۍوال تودوخی، سایبري‌ بریدونه او انټرنټ له لارې ترسره کیدونکې جرایم، په ټولیزه توګه کډوالۍ ، د عوایدو بې عدالتي، نړۍوال سیاسي او اقتصادي‌ سیستمونو کې موجودې ستونزې او زیات شمیر نور بحرانونه هغه ستونزې دي‌ چې نن ورځ ورځ ورسره ټوله نړۍ لاس او ګریوان ده. نن ورځ په نړۍواله کچه د ستونزو د حل په خاطر نړۍوالو همکاریو او همغږۍ ته اړتیا لرو. د نړۍوالې همکارۍ او همغږۍ پرته ددې ستونزې حل ناممکنه دی.

ټی‌ آر ټي‌ ورلډ فورم نړۍوال او سیمه ایزې ستونزې په ډیر هراړخیزه توګه د نړۍ اجنډا ته راوباسي .

ټي‌ آر ټي‌ د خپل بشري‌ مسئولیت د ادا کولو په رڼا کې د هغه سیمو او جغرافیو چې غږ يي نه اوریدل کیږي‌ غږونه اوچتوو او د نړۍ غوږونو ته يي‌ رسو.

ټی‌ آر ټي‌ د خپل دې مسئولیت په چوکاټ کې زمونږ د ښکلې نړۍ ګواښوونکې ټول بحرانونه او مسایل تلویزیون او رايويي چاینلونو، دجیټل پلاټ فورمونو او د نړۍ د ۷ قارو په ۴۱ ژبو او لهجو نړۍ ته د رسولو هڅه کوو.

نن ورځ مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې د نړۍ د موجودو ستونزو د حل په برخه کې رسنۍ ډیر ځانګړی او مهم مسئولیت لري.

د خپل همدې مسئولیت د پر ځای کولو په خاطر د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم یو ډیر ګټور اقدام بولو او پدې اړه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.



اړوند خبرونه