ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم د پنځم ځل لپاره جوړیږي.

ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم د اکتوبر په ۱۹ مه نیټه د دوو ورځو لپاره  په انلاین ډول جوړیږي.

1711117
ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم د پنځم ځل لپاره جوړیږي.

ټي‌ آر ټي‌ ورلډ خپل پنځم کلنۍ فورم  د " قدرت او تناقض : په ۲۱ مه پیړۍ کې د سترې ستراتیژۍ درک " تر عنوان لاندې جوړوي.

د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون ( ټي‌ آر ټي )  د څرګندونو له مخې ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم چې  د ۲۰۱۷ کال راهیسې په منظم ډول سره هر کال  مهمو نړۍوالو ستونزو ته د لازمو حل لارو د موندولو په موخه جوړیږي، سږ کال  هم د نړۍ د څلورو ګوډونو نه اکاډمیسنیان، ملکي‌ ټولنو او سازمانونو استازي، متفکرین، سیاستوال، سیاسي‌ شننونکي، کارپوهان او د رسنیو منسوبینو په انلاین ډول راټولوي.

پدې فورم کې به په ۱۶ جلا جلا ناستو کې د خپلو بخشونو متخصصین د وروستیو کلونو په سیاسي‌ او ټولنیزو ستونزو سره بحثونه او تبادل د نظر وکړي.

په فورم کې به متخصصین د نړۍوالو بشري‌ ستونزو، نړۍوالو امنیتي‌ سیاستونو، د طاقتونو سرحدونه او نړۍوال عدالت په څیر د مسئلو په څیر په ټولو هغه مهمو مسئلو چې  د ټولې نړۍ پورې تعلق لري  ګردي‌ میزونه جوړ کړي او بحث او خبرې به پرې وکړي.

همداشان په سږني‌ فورم کې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته  (د طالبانو راستنیدل) اشتباهات او ددې اشتباهاتو نه اخیستي‌ درسونه په نامه یو ګردی میز هم اضافه کړی شوی دی.

په سږني‌ فورم کې به تر ټولو زیات د افغانستان په تحولاتو، وروستیو پرمختګونو او مهمو مسئلو غور او بحث وشي.

ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم  به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پيل شي.

همداشان په پرانیست غونډه کې به يي د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون رئیس محمد زاهد سوباجي‌ هم ویناګانې وکړي.

همداشان د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم د سږني‌ غونډې په چوکاټ کې به مشهور هنرمندان په زړه پورې کنسرتونه هم اجراء کړي.

د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم  کې د ګډون لپاره لاندینی لینک کیکاږۍ او ځانونه ثبت کړۍ. همداشان د همدې آدرس له لارې کولای شۍ چې ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم په ژوندۍ بڼه تعقیب کړۍ.

https://www.trtworldforum.com/trt-world-forum-2021/



اړوند خبرونه