ولسمشر اردوغان افریقا ته په خپل سفر پيل وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې افریقايي هیوادونو سره همکاریو ته هیڅوخت د لنډ مهاله او یا یواځې د خپلو ګټو په سترګه نه ګورو.

1720730
ولسمشر اردوغان افریقا ته په خپل سفر پيل وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې افریقايي هیوادونو سره همکاریو ته هیڅوخت د لنډ مهاله او یا یواځې د خپلو ګټو په سترګه نه ګورو.

هغه وویل چې د ۲۰۲۰ کال د وروستیو راهیسې د افریقا سره زموږ سوداګریز حجم د ۲۵ میلیاردو ډالرو نه اوښتی دی. ترکیه د افریقايي هیوادونو لپاره یو ډیر مهم ستراتیژیک شریک دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې افریقا  ته د خپلې ۴ ورځني‌ سفر ته د حرکت نه مخکې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د خپلو افریقايي  سیالانو په بلنه انګولا، توګو او نایجریا ته به سفر وکړي.

ولسمشر اردوغان به لومړی انګولا ته سفر وکړي.

ولسمشر اردوغان خبريالانو ته وویل چې د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه جمعا ۲۸ افریقايي هیوادونو ته ۳۸ سفرونه کړي‌ دي. همداشان د ترکیې نه انګولا او توګو ته د ولسمشر په ګچه د لومړي‌ ځل لپاره سفر کیږي‌ چې د همدې امله دا سفر ځانګړی اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او افریقا ترمنځه اړیکې په هره برخه کې د ودې او پراختیا په حال کې دي.  افریقايي هیوادونو سره همکاریو ته هیڅکله د لنډ مهاله او یواځې یو پلو ګټو په سترګه نه ګورو.د ۲۰۲۰ کال د وروستیو راهیسې د افریقا او ترکیې ترمنځه سوداګریز حجم د ۲۵ میلیاردو ډالرو نه اوښتی دی. ترکیه د افریقا لپاره یو ډیر مهم ستراتیژیک شریک هیواد دی.

ولسمشراردوغان د کرونا ویروس پر خلاف مبارزې ته په اشارې سره وویل چې ، ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د ۱۵۹ هیوادونو او ۱۲ نړۍوالو سازمانونو سره د طبي‌توکو او سامان الاتو او د اړتیا وړ شیانو مرسته کړې ده .

همداشان د ترکیې د ځايي‌او ملي‌ واکسین ترکو واک د چارو د پایته رسیدو او تطبیق ته د چمتو کیدو نه وروسته به هم دا واکسین د ټول بشریت په اختیار کې ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ د سفر نه سمدلاسه وروسته د اکتوبر په ۲۱ او ۲۲ مو نیټو د ترکیې او افریقايي دریمه سوداګریزه غونډه په استانبول کې جوړیږي.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار، سوداګرۍ وزیر محمد موش، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم ملګرتیا کوي.



اړوند خبرونه