ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
1716170
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو چې تیره اونۍ د روسیې د سوچي په ښار کې مخامخ لیدنه کړې وه نن یو ځل بیا ټیلیفوني خبرې وکړې.
پډې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو ، سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر ته د زوکړې د ورځې له امله هم مبارکي وویله.