په کابل کې تیره ورځ د جومات په دروازه کې د چاودنې په اړه د ترکیې د خواخوږۍ پیغام

ترکیې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جومات د دروازې په مخکې پر ملکي‌ وګړو برید په کلکو ټکو وغنده .

1714051
په کابل کې تیره ورځ د جومات په دروازه کې د چاودنې  په اړه د ترکیې د خواخوږۍ پیغام

ترکیې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جومات د دروازې په مخکې پر ملکي‌ وګړو برید په کلکو ټکو وغنده .

ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددې پيښې له امله د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي‌ پیغام کې راغلي‌ دي‌ چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د کابل د عیدګاه جومات په مخکې د فاتحې د مراسمو پر مهال د چاودنې په اړه چې په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ .

ترکیه دا منفور ، ضد انساني‌ او ضد اخلاقي‌ برید په کلکو ټکو غندي، د پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي‌ او ددې پيښې له امله خپل د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

 ترکیه په افغانستان کې هر څه ژر امنیت او ثبات د ټینګښت هیله او غوښتنه کوي."



اړوند خبرونه