په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۷۱۸۸ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1711239
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۳۵۳ زره او ۳۲۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۷۱۸۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۱۶۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۰۸ میلیونه ۳۰۵ زره او ۹۰۲  ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوی" دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر یو ځل بیا په هغه هیوادوالو چې تر اوسه پورې د کرونا واکسین ندی کړی هر څه ژر د واکسین کولو بلنه ورکړه



اړوند خبرونه